GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د فلم پالېسۍ عملي كولو سره به د سنيماګانو ښكلا بيا جوړه شي٬فلم٬ د كلتور پالېسي او سي پېك كاروان د يوې لړۍ كړۍ دي

image

اسلام آباد 26 فروری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزارت سېكتر سردار احمد نواز سكهيرا وئېلي دي د فلم پالېسۍ عملي كولو سره به د سنيماګانو ښكلا بيا جوړه شي٬فلم٬ د كلتور پالېسي او سي پېك كاروان د يوې لړۍ كړۍ دي٬مونږ له خپل كلتور نړۍ ته وړاندې كول دي۔د اطلاعات دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب په تګلاره كښې د كلتور پالېسي تر ټولو وړومبې وه په كومه چې د اطلاعات او خپرونو وزارت ډېر محنت كړې٬د ټولو سټېك هولډرز سره په مشاورت او د هغوي په وړاندېزونو د فلم او كلتور پالېسي جوړولې شي۔ده د ګل په ورځ پاكستان نېشنل آف دي آرټس كښې د سي پیك كلچر كاروان او د قامي آرټس كنونشن اختتامي دستورې ته خطاب كولو۔د دستورې خاص مېلمنه د اطلاعات٬خپرونو او قامي تاريخ او ادبي ورثې دوهمه وزيره مريم اورنګزېب وه۔د ټول هېواد څخه د 300 نه زياتو هنرمندانو په دې دستوره كښې ګډون كولو۔د اطلاعات وزارت سېكتر سردار احمد نواز سكهيرا په سي پېك كلچر كاروان كښې د ګډون كوونكو هنرمندانو چې پكښې چينائي او نور غېر ملكي پلاوي شامل وو هركلے وكړو۔ده ووئيل د فلم پالېسۍ نفاذ سره به فلمي صنعت مستحكم شي او مونږ له خپل كلتور نړۍ ته وړاندې كول دي۔ډي جي پي اېن سي اے جمال شاه ووئيل تېر كال په مارچ كښې چې ما دا آئېډيا پروېزرشيد ته ښكاره كړه نو هغه زما ملاقات د پخواني وزيراعظم نواز شريف سره وكړو او دغسې په اورېدو يې محمد نواز شريف په دوه دقيقي كښې منظوري وركړه او بيا مونږ خپل مزل پیل كړو۔ ده ووئېل د قامي آرټس كنونشن مقصد په هېواد كښې د نمائنده هنرمندانو رابلل او د دې څانګې ښه والي او خېرښېګرې له په انفراسټركچر خبره كول دي او بيا يو چارټر آف ډيمانډ وزيراعظم ته چې وړاندې كړی شي۔ده ووئيل سي پیك كلچر كاروان يو مهم ګام ؤ٬سي پېك ون روډ ون بېلټ وژن به د ګردې منطقې پرمختګ او استحكام له سبب وګرځي۔ده ووئيل كله چې د كاشغر نه كراچۍ ته سي پېك كاروان راغلو نو مونږ دا آئېډيا وركړه چې د هنرمندانو كاروان دې وي او دغسې د سيانګ نه دا سفر پېل شو چې پكښې د دواړو هېوادونو هنرمندان شامل وو۔دا كاروان يو لويې چېلنج ؤ ځكه چې دې له داسې كسان پكار وو چا چې د دومره سفر كولې شو۔ده د كلچر كاروان په كامياب مزل مريم اورنګزېب له مباركي وركړه۔د اطلاعات وزارت سېكتر په سي پېك كلچر كاروان كښې د ګډون كوونكو هنرمندانو٬چينائي او غېر ملكي پلاويو هركلے كولو سره ووئيل د دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب په تګلاره كښې كلچر پالېسي تر هرڅه وړومبې وه په كومې چې د اطلاعاتو وزارت شپه او ورځ كار كړې او دا ځكه هم مهمه وه چې حكومت خپل كلتور او تاريخ خپلې نړۍ ته او نوي نسل ته وړاندې كول غواړي۔په دې مهال مصطفٰی قرېشي ووئيل دا ننۍ يوه تاريخي ورځ ده٬سي پېك كلچر كاروان د پاكستان ښه عكاسي كړې٬اوس د فلم انډسټرۍ حق دے چې حكومت فلم انډسټري فعاله كړي ځكه چې د فلم انډسټرۍ نيغ په نيغه رابطه د اولس سره ده او فلم د تفريح سره سره خلق ايجوكېټ كوي هم۔ده ووئيل د تېرو 20 ٬ 22 كلونو نه فلم انډسټري غېر فعاله ده٬هند هره ورځ پاكستاني وګړي وژني او د پاكستان ماتولو له هڅې كوي۔ده ووئيل زمونږ سره څو سرمايه دار هندي فلمونه راوړي د دغې مخ نيوي ضرورې دے۔د هندي فلمونو په ځاې چينائي او د ايران فلمونه دې په پاكستانۍ ژبه كښې وچلولې شي۔زېبا بېګم ووئيل مونږ ټولو له به د خوشآمندو په ځاې رښتيا وئېل وي٬د فلم انډسټرۍ لپاره پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ډېره مرسته كړی٬هغه د هنرمندانو فنډ له 32 كروړه روپۍ وركړي او په دغې زمونږ د مرستې كوشش كړی۔دې ووئيل آرټسټانو سره اوسېدو له كور او د داروګانو پېسې نشته٬بابره شريف ووئيل زمونږ د هېواد نوم زمونږ د هنرمندانو څخه يادېږي٬د فلم د لارې خلقو ته ډېر څه ښودلې او زده كولې شوو۔دې ووئيل زمونږ څلورو واړو صوبو له په ګډه كار كول غواړي٬د چين سره زمونږ فلمونو پنځه پنځه كاله بزنس كړی۔سيد نور ووئيل يتيمې انډسټرۍ له نن دلته موقع وركړی شوې٬د پاكستان جوړېدو نه وروستو چې دې فلم انډسټرۍ له څوك راغلي پخپله خوارۍ ئې ځان له مقام پېدا كړی٬دا په وړومبي ځل شوي چې د پاكستان فلم اندسټرۍ د مرستې خبره كېږي۔ده ووئيل زمونږ لپاره دا هم لويه خبره ده چې وران سټوډيوز ته لاړ شو او هلته په خلقو زيرې وكړو۔ده ووئيل زمونږ آرټسټانو ډائرېكټرانو فلم انډسټرۍ د پاكستان ډېر خذمت كړې او ډ تولو نه زيات ټېكس يې وركړې دې٬ او د ټولو نه زيات خلق يې خندولي او يو لازوال ميوزيك يې وړاندې كړې۔ليلٰی زبيري ووئيل مونږ د اطلاعات وزارت مننه كوو چا چې نن د دې څانګې پرمختګ له خبره كړی۔دې ووئيل مونږ اول ټېلنټ لرلو خو اكېډمي نه وه خو بيا هم زمونږ ډرامې په ټولې نړۍ كښې كتلې شوې۔دې ووئيل د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د آرټسټانو كردار ډېر مهم دے۔دستورې عثمان پير زاده٬شيما جي٬اعجاز الحسن هم خطاب وكړو۔دوي ووئيل د اطلاعات وزارت دوهمې وزيرې هڅې د ستائېلو دي ٬د كلتور رامخې ته كولو له ستاسو ګامونه د نوي نسل لپاره ډالۍ ده۔دوي ووئيل د نن نه وړاندې كوم حكومت د هنرمندانو او كلتور لپاره هېڅ نه دي كړې۔د مرګ نه پس د يادولو روايت به لرې كول وي۔فردوس جمال ووئيل په دې هېواد كښې دا منظر په وړومبي ځل وينو چې پكښې د كلتور ټولې څانګې يوځاې كړې شوي او دا درناوې د اطلاعات وزيرې دے۔د كلاسكي موسيقۍ استاذ حامد علي خان ووئيل مونږ چې څنګه غوښتل نن هم هغسې كېږي٬د كلاسكۍ موسيقۍ او د غزل چې كوم دور ختم شوې ؤ هغه بيا راتلونكې ښكاري٬چينائي هنرمندانو ووئيل د فلم په اړه د پاكستان او چين مرسته يو غوره آئېډيا ده او د دې سره به د دواړو هېوادونو دوستي لا قوي شي

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں