اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د محدود وسائلو سره هم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كاميابۍ ترلاسه شوې۔ په 2013 كښې پاكستان د نړۍ خطرناك هېواد ګرځولې كېدو٬په 2018 كښې نن داسې څوك نه شي وئېلي٬ پاكستان يو ښه معيشت ګرځول كېږي٬پوليسو نه يوازې امن بلكې د هېواد په پرمختګ كښې هم كردار ترسره كړی چرته چې امن او استحكام نه وي هلته پرمختګ هم ممكن نه وي٬د پوليسو نظام كښې اصلاحات راوستل شوي٬ وفاقي پوليس د ټولو صوبو لپاره مثالي ګرځولو له چمتو يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اېس ډي پي آئي تر سيوري لاندې د وفاقي پايه تخت او صوبو د پوليسو نظام كښې د فرق په سرخط سېمينار ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اېس ډي پي آئي چې د كوم سرخط انتخاب كړې هغه مهم دے ځكه چې د پوليسو نظام د پرمختګ عمل له وژن وركوي٬ په پاكستان كښې ترهه ګري او انتهاخوښي په عروج وه٬ د ترهه ګرۍ ختمولو له د وسله وال ځواكو او سول آرمډ فورسز كردار نړۍ لپاره مثال دے۔ ده ووئيل پوليس امن او د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ختمولو له د وړومبي صف كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل پوليس هغه اداره ده كومه چې په ټولنه كښې په زړه پورې كردار ترسره كولو سره نظام ښه كوي۔ ده ووئيل د لږو وسائلو سره زمونږ ځوانانو چې كومې قربانۍ وركړې هغه د ستائنې وړ دي او په دې ټول قام هغوي ته پیرزوينې وړاندې كوي۔ ده ووئيل د ترهه ګرو ملا ماته شوې۔ ده ووئيل د 1997 نه تر 1999 په مهال د ګډ ګورننس د لارې اصلاحات نافذولو له ډېر كار شوے و خو له بده مرغه جمهوري عمل په ځاې پاتې نه شو او په هغې عملدرآمد ونه شو۔ ده ووئيل چې په ټولنه كښې استحكام وي نو اصلاحات ممكن وي۔ د اصلاحاتو لپاره غېر معمولي پريكړې كول وي خو دلته د پريكړو قيمت وركولو ته اړتيا وي۔ ده ووئيل مونږ له انداز بدلولو ته اړتيا ده۔ د هېواد سباؤن له به په زړه پورې كار كول وي۔ ده ووئيل د اسلام آباد پوليس يو ماډل ګرځولو له ګڼ اقدامات شوي۔ دوه كاله وړاندې د اسلام آباد پوليس له د ماډل پوليس سټېشن جوړولو ټاسك وركړی شوې وو٬د اسلام آباد آئي جي په هغې تندۍ سره كار كوي۔ ده ووئيل اينټي رائېډ پوليس يونټ جوړ شوې كوم چې انفراسټركچر تربيه او وسله لري۔ كاؤنټر ټېريرارزم پوليس 500 ځوانان تعينات شوي دغسې د تعيناتۍ عمل روان دے۔ ده ووئيل وګړو له د تحفظ احساس وركولو سره به ټولنه كښې څوكالي راشي او د پوليس وقار به زيات شي۔ د اسلام آباد پوليسو په دې لړ كښې تربيه كېږي دغسې چې د كمزورې طبقې قوت جوړ شي او طاقتورو لپاره استعمال نه شي۔ د دې نه وړاندې د پوليسو پخواني انسپكټر جنرل د پوليس نظام كښې اصلاحاتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو