GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

وزيراعظم عمران خان پاکستان سټاك اېکسچينج كښې د اېوارډز وركولو دستورې ته وېنا

image

كراچۍ 27 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان كاروباري خلقو لپاره نورې آسانۍ پېدا كولو له د عزم پخلي كولو سره وئيلې دي هڅه كوٶ چې هېواد ته زيات سرمايه كار راشي٬ د پاكستان په پرمختګ سوداګره ورورولي او سرمايه كار مهم كردار لري ٬ د معاشي استحکام نه پس شرح نمو كښې اضافه زمونږ راتلونكې هدف دے٬ كوچنۍ او د مېنځنۍ درجې كاربار لپاره آسانۍ پېدا كولو ته پام لرنه كوو ٬ د نېب نوي آرډيننس د لارې سوداګرې ورورولۍ لپاره نورې آسانۍ راپېدا كوٶ٬ د سېلګرۍ څانګې ته وده وركولو سره ځوانانو لپاره د ملازمتونو موقعې پېدا كول غواړو٬ چين د خپلو ښو پاليسو په سوب پرمختګ كړې٬ كوم چې مونږ لپاره رول ماډل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان پاکستان سټاك اېکسچينج كښې د اېوارډز وېشلو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي، د آبي وسائلو وفاقي وزير فېصل واوډا، د بحري چارو وفاقي وزير سيد علي زېدي، خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد، د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان او د مركزي بانك ګورنر رضا باقر پشمول د 25 لويو بزنس كمپنو اعلٰې عهدېدار هم موجود وو ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان د پرمختګ په زغل كښې په وړومبني صف كښې اودرول زمونږ وژن دے٬ علامه محمد اقبال خپل كلام كښې د فلاحي رياست ذكر كړې او قائداعظم محمد علي جناح د دې مقصد لپاره پاكستان جوړ كړې ٶ ٬ ده ووئېل پاکستان چې كوم مقصد لپاره جوړ كړې شوې ٶ مونږ له به ھغې له محنت كول وي۔ ده ووئيل د مدينې رياست د انسانيت او انصاف په ځالانده اصولو جوړ كړې شوې اٶ نن هم د نړۍ پرمختللي هېوادونه په دغه بنيادي اصولو عمل كوي ٬ده ووئېل د انصاف او خواخوږۍ په بنياد په نړۍ كښې ځانګړې مقام ترلاسه كېدې شي٬ مسلمانانو هم په دغه بنيادي اصولو عمل كولو سره په هره څانګه كښې د نړۍ مشري كړې۔ ده ووئېل په دغې اصولو كښې تجارت او د خارجه پاليسۍ پشمول د هرې څانګې په اړه وژن موجود دے۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان بنياد د مدينې رياست په طرز اېښودې شوې او په دې اصولو عمل كولو سره هېواد د پرمختګ په لاره روانولو كښې بزنس كميوټني مهم كردار لري ۔ ده ووئېل حضرت محمد ۖ هم تجارت كړې٬ كاروبار څخه سرمايه كاري وده كوي او د دې نه غېر قام مخ په وړاندې نه شي تللې ۔ وزيراعظم ووئيل چين د خپلو ښو پاليسو په سوب پرمختګ كړې٬ چين 70 كروړه اولس د غربت نه رابهر كړې ٬ دا مونږ لپاره رول ماډل دے ۔ ده ووئيل هېواد كښې كاروباري موقعې آسانولو ته پام لرنه كوو ٬ بزنس کميونټۍ لپاره آسانۍ پېدا كول او پرمختګ څخه به د هېواد معيشت مستحكم شي۔ ده ووئيل د اوسني حكومت د دانشمدانه اقداماتو له امله پاكستان كښې د كاروباري آسانيو پحقله درجه بندۍ كښې 28 پوائنټس بهتري راغلې حالانكه د كال 2013 نه تر كال 2018 د پاكستان دا درجه بندي 28 پوائنټس لاندې تللې وه۔ عمران خان ووئېل د نېب نوي آرډيننس د لارې سوداګرې ورورولۍ لپاره لا اسانۍ پېدا كړې كېږي ځكه چې بزنس کميونټي د نېب څخه ېرې سره مخ وه٬ د دې آرډيننس له مخې نېب بزنس كميونټۍ څخه انكوائري نه شي كولې ٬ دا كار د اېف بي آر او نورو ادارو دے ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ ته په سختو حالاتو كښې حكومت ترلاسه شوے ٶ٬ په يو كال كښې مونږ يو شمېر كاميابۍ ترلاسه كړې٬ تر كال 2023 به د ماضي د واكمنو د نااهلو نه اولس خبروٶ٬ اولس ته به وائيو چې څنګه معيشت ٬ ادارې او هېواد راته پاتې ؤ ۔ ده ووئېل د پنځو كالو په مهال به خپله كاركردګي هم د اولس په وراندې اېږدو دغسې چې دوي ته معلومه وي چې په دې پنځو كالو كښې زمونږ كاركردګي څه وه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل بشپړه هڅه كوٶ چې هېواد ته زيات سرمايه كار راشي ٬ د ماضي د ناقصه پاليسو له امله هېواد كښې كاروباري هلې ځلې ځپلې شوې او مونږ غواړو چې كاروباريانو لپاره آسانۍ راپېدا شي۔ ده ووئيل د سوداګرو د مسئلو هواري لپاره به د حكومت معاشي ډله هر وخت حاضر وي٬ زه به خپله هم د سوداګر سره د دوي د مسئلو لرې كولو په اړه ملاقاتونه كوم او دوي له به باور وركوم چې د دوي مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔ عمران خان ووئيل د 60 په لسيزه كښې سوشلزم وده كړې چې پكښې د بې وسه طبقو ذمه واري د رياست ذمه واري وه خو دغې څخه د سرمايه كارۍ پحقله منفي تاثر راپېدا شو حلانكه چې كاروبار ګټه وكړي نو خلق به كاروبار كوي٬ مونګ د سرمايه كارۍ پحقله منفي سوچ بدلولو لپاره هڅې كوٶ۔ ده ووئېل په كاروبار كښې ګټې لپاره آسانۍ راپېدا كوٶ۔ ده ووئيل په كال 2019 كښې يو شمېر چېلنجونه رامخې ته وو چې پكښې د كرنټ اكاٶنټس خساره٬ په روپۍ فشار او د 110 اربه ډالرو قرض پشمول نور چېلنجونه رامخې ته وو٬ ده ووئېل اوس د روپۍ قدر مستحكم شوے٬ كال 2019 د استحكام كال ٶ او كال 2020 به د پرمختګ كال وي٬ صنعتونو ته د مراعاتو وركولو هڅې كوٶ ٬ د كوچنۍ او مېنځنې درې كاروبار ودې لپاره سوداګرو ته آسانۍ وركلوو لپاره اقدامات كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل 2020 كښې به كاروبار او سرمايه كارۍ كښې ودې څخه د ملازمت موقعې راپېدا شي ٬ سرمايه کار د سېلګرۍ په اړه په سرمايه كارۍ كښې خوښي لري٬ پاكستان سېلګرۍ لپاره لمبر ون هېواد ګرځولې شوې ٬ دې څانګه كښې ودې سرې به ځوانانو لپاره د ملازمت موقعې راپېدا شي او د دې څانګې پرمختګ سره به هېواد كښې ډالر زيات شي۔ ده ووئېل سوئټزرلېنډ هر كال 80 اربه ډالره د سېلګرۍ په لړ كښې ګټي٬ زمونږ د ناردرن ايرياز سيمې د سوئټزرلېنډ نه دوه چنده ښكلې دي٬ كورني سېلانيان دغي سيمو ته ځي او بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان هم په دې سيمو كښې سېل كول غواړي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د مذهبي سېلګرۍ پراخه موقعې موجود دي۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان اېوارډز ترلاسه كوٶنكو سوادګرو له هم مباركي او اېوارډز وركړل۔

مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں